ایټالیا: پر ګڼه ګوڼې د موټر هجوم کې اته کسان ټپیان شوي
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۷, یکشنبه
د شنبې په ورځ د ایټالیا په شمالي ښار مودینا کې یوه نارینه موټر چلوونکي خپل موټر پر خلکو ور وستلی، چې لږ تر لږه اته کسان یې ټپیان کړي دي. د پولیسو په وینا د ټپیانو له ډلې د څلورو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د مودینا ښاروال ماسیمو مېزېتي، تر یادې پیښې وروسته ځايي رسنیو ته ویلي چې موټر چلوونکي وروسته له هغې د تېښتې هڅه وکړه چې موټر یې د یوه دوکان ښیښهيي دروازې له لارې ورداخل شو. ښاروال وویل: «هغه له چړې سره لیدل شوی و، خو ونه توانېد چې څوک په چړې ووهي. داسې ښکاري چې هغه غوښتل یو څوک ووهي.»
مېزېتي زیاته کړه چې پولیسو موټر چلوونکی نیولی او د پوښتنو ګروېږنو لپاره یې د پولیسو مرکز ته بیولی دی.
ښاروال په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «د پیښې ډول چې هر څه وي، دا یو ډېر جدي عمل دی. که دا برید وي، نو لا به هم ډېر جدي وي.»
د مودینا د موټر برید پېښې جزئیات
ایټالوي چارواکو د یادې پیښې ښکیل موټر چلوونکی ۳۱ کلن او د ایټالیا د دویم نسل ایټالوي په توګه پېژندلی، چې د برګامو سیمه کې زېږېدلی او د مودینا ولایت اوسېدونکی دی.
د دغه ښار والی فابریتسیا تریولو یوې خبري غونډې ته وویل: «هغه د شیزویډ اختلالاتو له امله د رواني روغتیا په یوه مرکز کې تر درملنې لاندې و، خو له هغه لومړني پړاو وروسته چې په یوه مرکز کې تر څارنې لاندې و، موږ ورسره اړیکه له لاسه ورکړه.»
څېړونکو ویلي چې تر اوسه داسې کومه نښه نشته چې موټر چلوونکی د نشه يي توکو یا الکولو تر اغېز لاندې و. د پلټنو د برخې په توګه د هغه کور هم تلاشي شوی دی.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني په یوه ټولنیزه رسنۍ کې د خپاره شوي پیغام له لارې دا پېښه «بې حده جدي» بللې ده.
هغې پر اېکس شبکې لیکلي: «زه باور لرم چې د دې پېښې مسؤل کس به د خپلو کړنو بشپړ حساب ورکړي.»